کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمی استازې علیا احمد بن سیف آل ثانی، په سیاسی چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشی له مرستیالې روزمیری دیکارلو سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې څلورمې غونډې د جوړېدو پر څرنګوالی خبرې کړی.
د خبر پر بنسټ دا کتنه د ملګرو ملتونو په دفتر کې شوې او دواړو خواوو د دوحې درېیمې ناستې د پایلو په اړه هم چې څه موده مخکې جوړه شوې وه، خبرې کړی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د دوحې درېیمې ناستې پاېلې به پر څلورمې غونډې هم اغېز وکړی.
د دوحې څلورمې جوړېدونکې غونډې د نېټې په اړه تر اوسه څه نه دی ویل شوی.
تر دې وړاندې د افغان حکومت مرکزی ویاند د دوحې درېیمه ناسته له لاسته راوړنو ډکه بللې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ