کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پخوانی لومړی وزیر او د اپوزیسیون مشر ویلی، تېر یوه کال کې ۱۱ زره ۸۹۰ اسراییلی پوځیانو ته په لبنان او غزه کې مرګ -.ژوبله اوښتې.
انادولو ترکی آژانس د اسراییلو پخوانی لومړی وزیر او د اپوزیسیون مشر له قوله ویلی، د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې راهیسې غزه او لبنان کې د اسراییلو ۸۹۰ پوځیان وژل شوی او ۱۱زره نور یې ټپیان شوی دی.
پخوانی لومړی وزیر یاییر لابید د اسراییلو له یوې تلوېزیونی شبکې سره د خبرو پر مهال د دغه هېواد پوځ ته د اوښتو زیانونو پړه د اسراییلو پر اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اچولې ده.
هغه ویلی، که د دغه هېواد لومړی وزیر نتانیاهو د جګړې پای لپاره هڅه ونه کړی، نو ممکن د پوځیانو په وژنه کې زیاتوالی راشی.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی تېر کال کې د وژل شویو اسراییلی اشغالګرو شمېر ۸۹۰ تنه ښودلی دی، خو خپلواکې نړیوالې سرچینې بیا د وژل شویو اسراییلی پوځیانو شمېر له دې څو برابره ډېر ښیی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ