کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چین ته د کندهار د انارو صادرات په تړاو د هغه هېواد له څو سوداګرو سره خبرې شوی.
د دوی په وینا هڅه کیږی، چې سیمه ییزې بازارموندنې ته پراختیا ورکړی.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایی، تر اوسه یې ۲۰ زره او ۸۹۴ ټنه انار پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر کړی دی.
بل لور کندهار کې د یوه پانګوال له لوری انارو ته د بازار موندنې په پار یوه مېله جوړه شوې وه، چې د مېلې ګډونوالو هم سږ کال د کندهار انار له ارزښت او خوندونو ډک وبلل.
د کندهار انار چې نړیوال شهرت لری، د دغه ولایت پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه یې بڼونه جوړ شوی او سږ کال به ورڅخه د اټکل له مخې ۲ لکه ۷۴ زره ټنه حاصلات ترلاسه شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ