کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانی سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلی، چې د ځینو مرستندویه بنسټونو په مالی مرسته یې کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو د څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.
د مسوولینو په خبره په یادو ناروغانو کې د ۸۰۰ هغو یې جراحی عملیاتونه ترسره شوی دی.
یو شمېر هغو ناروغانو چې د سترګو عملیات یې کړی ویلی، چې له عملیاتو وروسته یې د سترګو لید بېرته ترلاسه کړی دی.
د افغانی سرې میاشتې ټولنې مسوولینو د دغو ناروغانو د درملنې د بهیر په پای کې دغه راز له مرستندویه بنسټونو غوښتی، چې په کابل کې د سترګو د ناروغیو د درملنې لپاره یو معیاری روغتون جوړ کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ