کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بشری حقونو سازمان ویلی، چې ایران حکومت تازه د یوه افغان په ګډون شپږ تنه اعدام کړی دی.
د دوی په خبره دا اعدامونه د کرج ښار په قزل حصار زندان کې شوی دی.
د خبر پر بنسټ اعدام شوی کسان د مخدره موادو، بریدونو یا قصدی وژنو په تور په اعدام باندې محکوم شوی وو.
د ایران د بشری حقونو سازمان چې د ناروې په اوسلو ښار کې مېشت دی، په یوه راپور کې ویلی چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د روان کال په اکتوبر میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان د ایران لخوا اعدام شوی دی.
دا په ۲۰۰۷ کال کې د ایران د بشری حقونو د سازمان لخوا د اعدامونو له ثبت وروسته په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د دغه سازمان په وینا په دې میاشت کې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ تنه افغانان، شپږ ښځې او یو ایرانی الاصله جرمنی وګړی شامل و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ