کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی پوځ د لومړی ځل لپاره تایید کړه، چې په سوریه کې یې موده وړاندې ځمکنی عملیات کړی.
که څه هم د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د اسراییلو پوځ وویل، دغو عملیاتو کې یې یو سوریایی وګړی چې له ایران پلوه شبکو سره یې کار کاوه، نیولی دی.
اسراییلی پوځ له تېر یوه کال راهیسې څو ځله پر سوریې هوایی بریدونه کړی، خو د اسوشېټېډ پرېس خبری آژانس د راپور له مخې، د تازه شخړو له پیله دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد سرتېری د سوریې خاورې ته د ننوتلو پخلی کوی.
د اسراییلو اشغالګر پوځ د دغه وګړی نیول د ځانګړو عملیاتو یوه برخه بللې، خو ډېر جزیات یې په اړه نه دی ورکړی.
د سوریې حکومت د اسراییلو د دغو ځمکنیو عملیاتو په اړه تر اوسه څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ