کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ عمومی ریاست ویلی، چې دغه ریاست کې یې د فساد کچه صفر ته رسولې ده.
دغې ریاست زیاته کړې، هېچا ته به اجازه ورنه کړی، چې د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې فساد وکړی.
یاد ریاست همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د پاسپورټونو د ترلاسه کېدو برخه کې ښې اسانتیاوې رامنځته شوې دی.
د پاسپورټونو د عمومی ریاست په خبره دا مهال د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادی ډول روانه ده او هره ورځ ۷ زره پاسپورټونه ویشل کیږی.
په ورته وخت کې د پاسپورټ ځینې غوښتونکی د پاسپورټ په ترلاسه کولو کې له رامنځته شویو اسانتیاوو خوښ دی، خو ټینګار کوی چې د پاسپورټ په اخیستو کې باید لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شی.
د پاسپورټ ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ د پاسپورټ د وېش په مرکزونو کې د ښځو او نارینو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې او د نویو مرکزونو په جوړېدو سره د پاسپورټونو د وېش بهیر چټک شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ