کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کونړ ولایت کې د زینتی توکو ځینې جوړونکی وایی، دغه زینتی توکی چې د کونړ له لرګیو جوړیږی، دې ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو پام ځانته اړولی.
د زینتی توکو جوړوونکی د هېواد نورو ولایتونو ته له لرګیو څخه د جوړو شویو پخو توکو د لېږد په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوی.
په ورته مهال سیمه ییز مسوولین وایی، روانه اونۍ په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون جوړیږی.
د کونړ د سوداګر او صنعت ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د ترکاڼۍ شاوخوا څلورنیم سوه سترې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوی، چې سلګونه کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ