راتلونکې درې ورځې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې له نن سه شنبې څخه تر پنجشنبې ورځې پورې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اورښتونو او د واورو د ویلی کېدو له امله د اوبو سطحې لوړېدو او دغه راز په ځینو ځایونو کې د سېلابونو را وتلو اټکل کړی.

دغې ادارې له هغو خلکو چې یادو سیندونو ته نږدې ژوند کوی، غوښتی چې نه یوازې په خپله د سېلابونو خطر ته پام وکړی؛ بلکې د سېلابونو د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړی.

د هوا پېژندنې ادارې دغه راز په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې هم د سخت باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

سږ کال په هېواد کې سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ‌ – ژوبله او ګڼ مالی زیانونه یې خلکو ته واړول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.