ایران؛ هلته چی د “افغان” وینه ارزانه ده!

د اروپایی رسنیو د رپورټونو په اساس د ایران حکومت په تېره اکتوبر میاشت کې ۱۳ تنه افغانان اعدام کړی دی چې د همدې رسنیو په حواله له دې سره د روان ۲۰۲۴ زېږدیزکال په تېرو لسو میاشتو کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ تنو ته رسېږی.

که څه هم ایرانی چارواکیو تر دې دمه پدې تړاو رسماً څه نه دی ویلی خو د افغانستان د اوسنی حکومت چارواکی بیا وایی پدې هڅه کې دی چې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږی او له هغې لارې وکولای شی هلته د بېلابېلو تورونو له امله په سزاګانو محکوم افغانان، خپل هېواد ته راولېږدوی.

په ایران کې د افغانانو د اعدام دا نوې لړۍ پداسې حال کې ده چې یوازې څو ورځې وړاندې د افغانستان د اوسنی حکومت په رسمی ډول هغه راپورونه تأیید کړل چې پکې ویل شوی وو د ایران او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د ماین چاودنې او د ایرانی پوله ساتو د ډزو له امله لسګونو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د افغان حکومت یوه ویاند د خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې د ایران په کلګان نومی دره کې پر یو شمېر افغانانو چاودنې او ډزې شوی دی.په دغه خبری اعلامیه کې ویل شوی چې د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عینی شاهدان چې ځینی یې په پېښه کې ټپیان شوی، د هیأت له لوری افغانستان ته لېږدول شوی دی. په اعلامیه کې دا هم منل شوې، چې ځینې نور زیانمن افغانان لا هم په ایران او پاکستان کې دی چې لا یې په موندلو او لېږدولو بوخت دی.

که څه هم په ایران کې د افغانانو د اعدام یا په ګډه پوله د هغوی د ډله ییزې وژنې لړۍ کومه نوې خبره نده او په وړاندې کلونو کې هم ایرانی واکمنو په هغه هېواد کې مېشت مظلوم افغانان په بېلابېلو نومونو ځورولی او اعدام کړې یې دی، خو دا ځل یو په زړه پورې ټکی دا دی چې ایران پداسې حال کې په هغه هېواد کې مېشت بې پناه افغانان په ګډه پوله کې په بې رحمۍ په ډله ییزه بڼه وژنی یا یې په داخل کې اعداموی چې په خپله دا هېواد له څو اړخه له ګواښ او عملی جګړې سره لاس او ګرېوان دی او آن د دې وېره شته چې په سیمه کې د ایران او ځینو عربی هېوادونو په ګډون یوه پراخه او زیانمنونکې جګړه ونښلی.

بل خوا که ځیر شو پر ګډې پولې سربېره د ایران په لویو ښارونو کې د مظلومو او بې وسه افغان کډوالو وژل کېدل یا په پټه د هغوی د اعدام دا نوې لړۍ ایرانی چارواکو په داسې وخت کې پیل کړې چې هم په خپله ایرانی چارواکی او هم د سیمې او نړۍ هېوادونه په نیول شوی فلسطین کې د اسراییلو د نیواک ګر رژیم له خوا د مظلومو فلسطینیانو او لبنانیانو د وینی بهونې لړۍ ته په پوره سپین سترګۍ دوام ورکوی او د دې جګړې لمبې که څوک وغواړی یا نه، ډېر ژر د ایران لمن ورسره رانغاړی، لکه څنګه یې چې همدا اوس هم آثار او علایم له ورایه څرګند دی او د دې علایمو پراختیا نه یوازې د ایران چې آن د ګاونډیانو هم په زیان ده.

پدې منځ کې ایرانی چارواکیو ته د افغان حکومت دا وړندیز هم رسنیو را اخیستی دی چې په هغه هېواد کې په جرمونو کې ښکیل یا په جرمتورن افغان وګړی دی بېرته لاس تړلی افغانستان ته وسپارل شی تر څو د هغوی د جرمونو پوښتنه او ګرویږنه هم وشی او د خپلو کورنیو او خپلوانو لاسرسی او اړیکه هم ورسره ټینګه شی، چې ایرانی چارواکو متأسفانه، نه په تېر کې د افغانانو دې ډول وړاندیزونو ته پاملرنه کړې او نه یې حتی پدې تړاو لاسلیک کړی هوکړه لیکونه منلی او نه یې هم اوس د افغانستان د اوسنی حکومت د دې وړاندیز په تړاو غبرګون ښودلی.

اوس که حالاتو ته وګورو او پام وکړو، نو یوې خواته په سیمه او نړۍ کې کړکیچن حالات او هرې خواته پر مسللمانانو د جګړې د اور بلې لمبې دی چې که د ایران واکمن هرڅه وغواړی هم ځان یې له تاو او سوزیدو څخه نشی ژغولای، بل لوری ته په سیمه کې د هغه مظلومو افغانانو په وړاندې د دوی تبعیضی او له کرکې ډک چلن دی چې په زوره خپل دغه مسلمان ګاونډیان له ځان څخه کرکې او نفرت ته اړباسی.

طبیعی ده چې تېرو تجربو او په سیمه او نړۍ کې اوسنی د بل شوی د جګړې د بل اور لمبو ته په کتو داسې نه ښکاری چې د ایرانی چارواکیو د کبر او بې ځایه غرور تعامل دې د افغانانو په وړاندې داسې په آسانه بدل شی، خو دا هم جوته ده چې زمونږ دواړه شریر ګاونډی(ایران او پاکستان) به یوه ورځ نه یوه ورځ د مظلومو افغانانو د ښېراوو سیلاب له ځان سره وړی او هلته به بیا پر خپل عقل ماتم کونکیو ته هېڅ شی ګټه ونه رسوی. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.