ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د یو پلاوی په مشرۍ نن قطر ته په سفر وتلی.
د یاد وزارت د خبر پاڼې د معلوماتو پربنسټ، د وزیرانو او د وزارتونو د مرستیالانو دغه پلاوی به په دغه سفر کې د خلیج هېوادنو له استازو، د اروپایی ټولنې له پلاوی او د دینی عالمانو له ټولنو سره به په یو لړ مهمو موضوعاتو بحثونه وکړی.
د افغان حکومت دغه پلاوی به په قطر کې د خپلو ډیپلوماټیکو استازولیو سره هم یو ګډه ناسته ولری.
پر افغانستان د اسلامی امارت تر ولکې وروسته امریکا او یو شمېر لویدیځو هېوادونو خپل سفارتونه او او ډیپلوماټیکې استازولۍ له کابل د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږدولې.
گهیځ