افغانستان د بنګلدېش ملی لوبډلې ته د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او بنګلدېش ملی لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر بنګلدېش له ماتې سره مخ کړ.

دغه سیالی چې د شارجې په لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

افغان توپوهونکو په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د لوبډلمشر حشمت‌‌الله شهیدی او محمدنبی په ښې ملګرتیا سره تر بنګلدېش ته د ۲۳۶ منډو هدف ورکړ.

محمدنبی په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمت‌الله شهیدی په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالی خروټی بیا  ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغان بالرانو وکړای شول، چې د بنګلدېش ټوله لوبډله په ۳۴.۳ اوورونو کې د ۱۴۳ منډو په کولو وسوځوی.

افغان لوبډلې ته الله محمد غضنفر ښه وځلېد او ۶ لوبغاړی یې وسوځول، دغه راز راشدخان دوه، محمدنبی او عظمت الله عمرزی بیا یوه – یوه وېکټ واخیسته.

د ویلو ده چې د لوبلړۍ دوهمه لوبه به د نومبر میاشتې په ۹مه نېټه ترسره شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.