کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایی رسنیو ویلی، چې د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن د ټیلیفون له لارې په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکی ورکړې او هغه ته یې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
د خبر پر بنسټ ټاکل شوې چې بایډن په راتلونکې ملاقات کې ټرمپ ته د سپینې ماڼۍ کلیانې وسپاری او د واک د لېږد بهیر بشپړ کړی.
د ټرمپ ټاکنیز ټیم ویلی، چې هغه د بایډن د دې ټیلیفونی اړیکې هرکلی کوی او د ملاقات لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.
۸۷ کلن ټرمپ د نومبر په ټاکنو کې خپلې سیالې کامالا هریس ته ماتې ورکړه او د امریکا ۴۷م منتخب ولسمشر وټاکل شو.
له دې سره د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما او ګڼ شمېر نړیوالو مشرانو او سیاستوالو ټرمپ ته د مبارکۍ پیغامونه لېږلی دی.
ټاکل شوې بایډن به نن د افغانستان په وخت ماښام، ولس ته وینا وکړی چې په کې به په ټاکنیزو مسایلو تمرکز ولری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ