د WFP اداره وایی، افغانستان کې سېلابونو ۱ لک ۶۰ زره کسان اغېزمن کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلی، روان کال په افغانستان کې له یو لک ۶۰ زرو ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوی دی.

د دې ادارې په وینا زرګونه کورونه او کرنیزې ځمکې هم د دغو سېلابونو له امله ویجاړې شوې دی.

بل لور د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولین وایی، دوی له سېلاب‌ ځپلو سره تر خپل توانه مرستې کوی، خو د دغو مرستو د دوام لپاره افغانستان د کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو همکارۍ ته اړتیا لری.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سږکال سېلابونو څخه زیانمن شوی کسان بیا وایی، د سېلابونو منفی اغېزې یې لاهم په ولایتونو کې پاتې دی.

دوی زیاتوی چې دا مهال په نیمه ویجاړو کورونو کې ژوند کوی او له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.