کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د توبرکلوز، ملاریا او HIV ناروغیو د مخنیوی لپاره تورخم فرضی کرښه کې د سکریننګ مرکز جوړوی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس، د توبرکلوز ولایتی مسوول، د UNDP توبرکلوز برخې مسوول، د لابراتوارونو مسوول او د جک موسسې د TB, HIV او ملاریا برخو مسوولینو خپلو کې په دې اړه د همغږۍ ناسته هم کړې ده.
دغه ناسته کې د UNDP مسوول ډاکټر دلاور د خپلو فعالیتونو په اړه د عامې روغتیا رییس ته معلومات ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې غواړی په تورخم فرضی کرښه کې د توبرکلوز، ملاریا او HIV ناروغیو د سکریننګ مرکز جوړ کړی.
د دوی په وینا یاد مرکز به هېواد ته د راتلونکو مسافرو معاینات ترسره کوی، چې په دې سره د دې ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشی.
بل لور د عامې روغتیا رییس د دې مهم ګام هرکلی وکړ او د UNDP د همکارۍ څخه یې د مننې ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دې پروګرام په بریالی تطبیق کې به بشپړه همکاری ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ