کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د هند د بهرنیو چارو وزارت له استازی جی پی سنګ سره د دوه اړخیزو اقتصادی او سیاسی اړیکو په اړه خبرې کړی.
بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې په دغه کتنه کې جی پی سنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ارزښتناکه بللې او څرګنده یې کړه چې په نږدې راتلونکی کې به د چابهار بندر په اړه د افغانستان، هند او د سیمې نورو هېوادونو د پلاویو ترمنځ خبرې – اترې پیل شی.
د روانو چارو د څارونکو په باور دا کتنه د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادی او سیاسی همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ