کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر د قیرغېزستان په پلازمېنه بېشکېک کې د ترک هېوادونو په ۱۱مه سرمشریزه کې د سیمې سوله او ټیکاو د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی.
رجب طیب اردوغان دغه راز زیاته کړې، چې د ده په باور، د سرپرست حکومت له لوری د بشری حقونو پر بنسټ پراخ چلند کولی شی افغانستان ته د نویو فرصتونو دروازې پرانیزی.
د ازبکستان ولسمشر هم په دې سرمشریزه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منظمې ارتباطی کړنلارې جوړېدل مهمې بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان موضوع باید د ترک هېوادونو د سازمان له مهمو مسایلو وی.
شوکت میرضیایوف دغه راز له سرپرست حکومت سره په اقتصادی او زیربنایی برخو کې همکاری د افغانستان د شته ستونزو په حل کې مهمه بللې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ