کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی د روغتیایی خدمتونو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت له امله اندېښمن دی.
دوی وایی، خاص اروزګان یوه ګڼ مېشتې ولسوالۍ ده او له سرپرست حکومته غواړی، چې دغې ولسوالۍ ته د پراخه روغتیایی خدمتونو زمینه برابره کړی.
په ورته مهال د اروزګان سیمه ییز مسوولین د خاص اروزګان ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ ورکوی.
د خاص اروزګان اوسېدونکی دغه راز وایی، له مرکزه دغې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې ډېره برخه یې ویجاړه ده، د تګ – راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
تر دې وړاندې مسوولینو په مرکز ترینکوټ او ځینو ولسوالیو کې په تېرو دریو کلونو کې د ۱۶ نویو روغتیایی مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ