کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت وایی، د لنډمهالی تګ – راتګ د سندونو د وېش لړۍ له پیله تر دې دمه شاوخوا ۷ زره پاکستانی موټر چلوونکو ته دغه سندونه وېشل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، دې موده کې له ۶ څخه تر ۷ زرو افغان موټر چلوونکو هم پاکستان ته د تګ دغه سندونه کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه ترلاسه کړی دی.
ټاډ د لنډمهالی تګ – راتګ هغه سند دی، چې د افغانستان او پاکستان موټر چلوونکو ته اجازه ورکوی، څو د شپږو میاشتو لپاره له وېزې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ – راتګ وکړی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاد سند د ۲۰۲۴ کال د مې له لومړۍ نېټې وروسته د کابل او اسلام آباد ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاو په موخه پلی شو.ـ
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ