کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبه د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې د لوړېدو او د اورښتونو له امله د سېلونو د راوتلو اټکل کړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړی، چې د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او د واورو د ویلی کېدو له امله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال شته.
دغې ادارې سیندونو ته د نږدې سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې احتیاط وکړی او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالی خطرونو خبر کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ