کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلدېش کرکټ ملی لوبډلې سبا دوشنبه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې وروستۍ سیالۍ ترسره کړی.
د دې لوبې ګټونکی به د ټول سیریز ګټونکی هم وی.
دا لوبه هم د متحده عربی اماراتو شارجې په لوبغالی کې وی او د پلان له مخې به د کابل په وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیل شی.
د افغانستان او بنګلدېش د لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ منډو په توپیر وګټله، خو په دوهمه لوبه کې تېره شپه بنګلدېش افغانستان ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د راروانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه له زیمبابوې سره هم د لوبو یوه لړۍ پیلوی، چې درې شل اووریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې په کې شاملې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ