ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۲۵مه) جاپان د هغو لسګونو افغان ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابروی چې په دې وروستیو کې دغه هېواد ته رسېدلی دی.
جاپانی رسنیو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلی چې د ۲۰۲۱کال په اکټوبر کې ۵۰۰ افغان اتباع هم له کابله د وتلو په بهېر کې جاپان ته رسېدلی او په منځ کې لسګونه ماشومان هم شته چې باید ښوونځیو ته واستول شی.
دا هغه افغانان وو چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې له جاپانی شرکتونو سره کار کړی دی.
په افغانستان کې د اسلامی امارت له واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره له هېواده وتښتېدل.
لا هم یو شمېر افغانان له هېواده د وتلو هڅه کوی.
گهیځ