کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د الاباما ایالت په ټسکېګی پوهنتون کې پر محصلینو شوی برید کې یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دی.
برید د زده کړېالانو روایتی جشن «کور ته د ستنېدو اونۍ په نوم ۱۰۰م جشن پر مهال شوی دی.
د CNN ټلوېزیون ویلی، د برید په تور ۲۵ کلن جاکوېز میریک نیول شوی دی.
د چارواکو په وینا وژل شوی ۱۸ کلن ځوان د پوهنتون محصل نه وو، خو په ټپیانو کې ډېری زده کړېالان دی.
ځایی اوسېدونکو ویلی، یادې پېښې د دې ښار زرګونه کورنۍ غمجنې کړې دی.
تېر کال هم په یاد پوهنتون کې د زده کوونکو پر لیلیې ډزې شوې وې، چې څلور کسان په کې ټپیان شوی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ