کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې له دغه ولایت څخه د وطنی ریحانو د صادراتو بهیر رسماً پیل شو.
د مسوولینو په خبره په همدې تړاو یوه ځانګړې غونډه هم جوړه شوې وه.
غونډه کې بهرنیو هېوادونو ته د وطنی ریحانو د صادراتو لپاره یو منظم میکانیزم د جوړېدو خبره شوې او سوداګرو ته رسمی شرط پاڼې هم ورکړل شوی، چې صادرات په منظم او اغېزناک ډول بهرنیو هېوادونو ته ترسره کړی.
د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایی، دوی یې هر اړخیزه څارنه کړې او د چارو د ښه ترسراوی لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې هم کړی، څو په راتلونکې کې د کرنیزو صادراتو کېفیت نور هم لوړ کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ