اکرام الدین کامل په ممبی کې سرپرست کونسل وګمارل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان سرپرست حکومت هند ته خپل نوی سرپرست کونسل لېږلی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته د حافظ اکرام الدین کامل د عکس په استولو سره ویلی، چې سرپرست حکومت د هندوستان ممبۍ ښار کې د جنرل کونسلګرۍ لپاره د حافظ اکرام الدین کامل سرپرست ټاکلی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې دا خبر تاییدوی، چې تېره ورځ د هند سنډې ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې د هند حکومت د افغانستان سرپرست حکومت پر هغې غوښتنې غور کوی، چې له مخې یې د دغه هېواد په ممبۍ ښار کې افغان ډیپلوماټ ومنی.

د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا حاکمیت را وروسته دا لومړی ځل دی، چې هند ته نوی افغان ډیپلوماټ لېږل کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.