په افغانستان کې د خوارځواکۍ لمن په پراخېدو ده

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۲۵مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو په شمېر کې د زیاتوالی خبر ورکړی دی.
دغه سازمان پرون په یو لړ ټویټونو کې لیکلی چې په افغانستان کې د بشری ناورین په پراخېدو سره هره ورځ د کابل د اندراګاندی د ماشومانو په روغتون کې د ماشومانو د حاد خوارځواکۍ ۸ پېښې ثبتېږی.
یونېسف د روغتون د ډاکټرانو په حواله ویلی چې دوی په خپلو پیسو د ناروغانو لپاره درمل اخلی.
تر دې مخکې دغه سازمان ویلی و چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۲ میلیونه ماشومان په حاد خوارځواکۍ اخته شی چې له دې ډلې یو ملیون یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.