کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ له لوری د ښار د اصلی او فرعی سړکونو د جوړولو په تړاو د کابل نوی انځور تر عنوان لاندې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیست.
دغه نندارتون چې په زرنګار پارک کې پرانیستل شوی، د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه په کې نندارې ته وړاندې شوی.
د مسوولینو په وینا یادو انځورونو کې د اصلی او فرعی سړکونو، کوڅو، تفریحی پارکونو او پلیو لارو مخکنی او اوسنی حالت ښودل شوی او په اړه یې معلومات لیکل شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د ښاری خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ویلی، کابل ښاروالۍ په تېرو دریو کلونو کې لسګونه پروژې په بېلابېلو برخو کې پلې کړی، څه باندې دوه میلیونه نیالګی یې کېنولی او څه ناڅه ۱۵ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول او په عام المنفعه پروژو کې یې لګولې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ