هېواد کې د انټرنیټی او غږیزو کڅوړو نوې بیې اعلان شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتی شبکو د انټرنیټی او غږیزو کڅوړو نوې بیې اعلان کړې.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وایی، د بیو په نوی ټاکل شوی سقف کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه، ۱.۳۰ افغانۍ ده، چې د بیو د مخکینی سقف په پرتله ۳۰ سلنه ټیټوالی په کې راغلی.

دغه راز له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی په.کې راغی.

د مسوولینو په وینا،.د یو جی بی میاشتنۍ انټرنیټی کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په پرتله پکې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.