کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP خبر ورکړی، چې فرانسې په افغانستان کې له ماشومانو او مېندو څخه د ملاتړ لپاره ۳.۳ میلیون ډالره ځانګړې کړې.
یاد سازمان ویلی، چې په دې مرستې سره به ۶۰ زره ماشومان او مېندې مغذی خواړه ترلاسه کړی.
دغه سازمان زیاته کړې، چې له ۱۵ زرو زده کوونکو سره به هم د خوړو مرسته وشی.
د فرانسې په بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو چارو مشرې سالینا ګرنه کاتالانو ویلی، په افغانستان کې له درې پر څلورمې برخې زیاتې کورنۍ د مغذی خوړو په برابرولو کې بې وسه دی.
نوموړې زیاته کړې چې فرانسه به پر خوارځواکۍ له اخته کسانو څخه ملاتړ ته دوام ورکړی.
په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام یادونه کړې چې سږ کال دا سازمان د خوارځواکۍ د مخنیوی په موخه ۲ میلیونو ښځو او ماشومانو ته د مغذی خوړو په برابرولو کې پاتې راغلى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ