کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مسوږل جوزپ بورل اعلان کړی، چې اروپایی ټولنه به په فلسطین او لبنان کې د بشری حقونو د سرغړونو له امله له اسراییلو سره سیاسی او ډیپلوماتیکې خبرې ځنډوی.
تمه ده چې دا پرېکړه په رسمی ډول د راتلونکې اونۍ په پیل کې اعلان شی.
د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې، د اروپایی ټولنې د امنیتی چارو عالی کمېشنر د بشری حقونو نړیوالو سازمانونو ته په فلسطین کې د روان بشری ناورین په اړه مستند اسناد سپارلی.
دا اسناد به د اروپایی ټولنې په کچه د اسراییلو پر وړاندې د ډیپلوماتیکو اړیکو په خنډ کې مهم رول ولوبوی.
د عبرانی رسنیو په وینا، د اسراییلو او اروپایی ټولنې ترمنځ اړیکې د غزې او لبنان د جګړو له امله ټیټې کچې ته رسېدلی او د اروپایی ټولنې لخوا د سیاسی خبرو بندول به د اړیکو په خرابولو کې لا ډېر اغېز ولری.
د اسراییلو د وروستیو بریدونو په پایله کې یوازې په غزه کې تر ۴۴ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوی، څه باندې ۱۰۰ زره ټپیان او نږدې ۲ میلیونه وګړی بېکوره شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ