تدارکاتو کمېسیون د ۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظور کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستال په مشرۍ، ملی تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اتو هغو تعدیل کړل.

د ملی تدارکاتو کمېسیون نوبتی غونډې ۴۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، اته تعدیل، د څلورو لغوه او د اتو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملی تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړی.

په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزنی ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دوهم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو تعمیرونه، د کابل ښار یوشمېر داخلی سړکونه، په مختلفو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنایی وسایل او یو شمېر نورې پروژې شاملې دی، چې د سرپرست حکومت له لوری تمویلیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.