کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ ملی لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې سبا دوشنبه د کوربه عربی اماراتو پر وړاندې لوبې ته ښکته کیږی.
دغه سیالی به د افغانستان په وخت د سهار لس بجې د دوبۍ په کرکټ لوبغالی کې ترسره شی.
افغان لوبډلې تېره ورځ په یادو سیالیو کې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر لویه ماته ورکړه.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه دوه سیالۍ ترسره کړی او د نمرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه وکړی.
دا هم ویل شوی چې د یادو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله د اسیا کپ سیالیو کې ګډون وکړی.
دغه سیالۍ د نومبر په ۲۹مه په عربی متحده اماراتو کې پیلیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ