کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند سوداګریز کرکټ لیګ IPL د لوبډلو لخوا د لوبغاړو د پېر (بولۍ) مراسم د سعودی عربستان په جده ښار کې د ۷ ورځو وروسته ترسره شی.
د دې لیګ لپاره له ۱۶ مختلفو هېوادونو څخه ۴۰۹ بهرنیو لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې له دې ډلې ۲۹ افغان لوبغاړی وو.
له دغو ۲۹ لوبغاړو څخه ۱۸ شارت لېست شوی دی.
دغه راز د هند له داخلی لوبغاړو څخه ۱۱۶۵ لوبغاړی په بولۍ کې پېرلو ته وړاندې کیږی. په ټولیز ډول به ۱۵۷۴ لوبغاړی د IPL بولۍ مراسمو کې ګډون وکړی.
افغان ستوری راشد خان د ګجرات لوبډلې لخوا له بولۍ پرته د ۱۸ کروړه هندی روپیو په بدل کې ځان سره ساتلی دی.
دا لیګ د نړۍ په کچه ستر سوداګریز کرکټ لیګ دی، چې په کې د راشد خان ترڅنګ نور احمد، محمد نبی، اللهمحمد غضنفر، نوین الحق، عظمتالله عمرزی، ګلبدین نایب، رحمنالله ګربز او فضلالحق فاروقی له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ