کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د ننګرهار ګمرک د تشریح مدیریت کارکوونکو په یوه سوداګریزه محموله کې ۲۸۴ کیلوګرامه ثانیه سوز کشف او نیولی دی.
د وزارت په وینا، دغه ممنوعه توکی په ډېر مهارت سره په محموله کې ځای پر ځای شوی وو او له پاکستان څخه افغانستان ته د انتقال په جریان کې نیول شوی دی.
د دې ممنوعه توکو په تړاو څلور تنه نیول شوی او د نورو قانونی اجراتو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.
دغه ثانیه سوز په چاودېدونکو توکو کې کارول کیږی.
د مالیې وزارت زیاته کړې، چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقی او ممنوعه توکو د مخنیوی لپاره جدی تدابیر نیول شوی او چاته اجازه نه ورکول کیږی چې ناقانونه توکی هېواد ته راوړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ