کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د لاهور ښار د وژونکې ککړې هوا له امله هره ورځ لسګونه زره کسان د تنفسی ناروغیو له امله روغتونونو ته وړل کیږی.
د لاهور روغتیایی مسوولین وایی، د هوا د ککړتیا له امله هره ورځ شاوخوا ۷۰ زره کسان روغتونونو کې بستریږی.
د جناح روغتون چارواکو ویلی، ډېری ناروغان د ستونی او سینې له ناروغیو کړیږی او د دې حالت شدت ورځ تر بلې زور اخلی.
ډاکټرانو د لاهور اوسنی حالت د کوویډ-۱۹ په پرتله خطرناک بللی دی.
د پاکستان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره په لاهور ښار کې بېړنی روغتیایی حالت اعلان کړی او ښوونځی او دولتی ادارې یې رخصت کړی دی.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې لاهور ښار د نړۍ په کچه له چټلو ښارونو څخه وبلل شو او د راپورونو له مخې د هوا ککړتیا کچه په دې ښار کې ۱۰۶۸ ته رسېدلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ