روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی ویلی، چې روسیې په یوه پراخه حمله کې د دې هېواد د انرژۍ د تاسیساتو پر لور ۱۲۰ توغندی او ۹۰ بې‌پیلوټه الوتکې توغولی دی.

زیلینسکی دغه راز زیاته کړې، چې روسیې په‌‌ دې بریدونو کې له ډول‌ – ډول بې‌پیلوټه الوتکو، کروز توغندیو، بالسټیک توغندیو او ایرو بالسټیک توغندیو څخه کار اخیستی دی.

هغه دا څرګندونې په ټلېګرام کې خپرې کړی او ویلی یې دی، چې د اوکراین دفاعی ځواکونه توانېدلی، چې د ۱۴۰ هوایی بریدونو مخه ونیسی.

د اوکراینی رسنیو د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.