کابل کې د افغانستان غوره نوښتونو او ابتکاراتو نندارتون پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د تخنیکی او مسلکی زده‌ کړو ادارې له لوری د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملی نندارتون پرانیستل شو.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلی، چې افغانستان دمګړۍ ماهرو او متخصصینو کسانو ته سخته اړتیا لری او د مسلکی کسانو شتون ټولنه د ځان بسیاینې پر لور بیایی.

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې کاری فرصتونه ډېر زیات دی، خو د مسلکی او ماهرو کسانو د نه شتون له امله له دغو فرصتونو څخه د پام وړ ګټه نشی اخیستل کېدای‌.

د نوموړی په وینا همدا اوس یوازې په مس عینک کان کې ۱۸ زره مسلکی کارګرو ته اړتیا ده، خو په دې برخه کې مسلکی او ماهر کارګر شتون نه لری.

په ورته مهال رییس الوزرا یادو مراسمو ته په استول شوی پیغام کې ویلی، چې نوښتګرو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره او په لوړه کچه به وهڅول شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.