کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بنګلدېش موقت مشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس ویلی، چې حکومت یې هڅه کوی څو هند د بنګلدېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه ورته وسپاری.
شیخ حسینې په بنګلدېش کې د څوو اونیو مرګونی اعتراضونو وروسته د اګست په پنځمه واک خوشې کړ او هند ته لاړه.
محمد یونس د اګست په اتمه د بنګلدېش د موقت مشر په توګه واک ترلاسه کړ او شیخ حسینه تر اوسه په هند کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوی.
محمد یونس د بنګلدیش د موقت حکومت د ۱۰۰ ورځو لاس ته راوړنو په اړه په یوې تلوېزیونی وینا کې وویل، هغو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره هڅې روانې دی، چې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال یې په وژنو کې لاس درلود.
د بنګلدیش د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د جولای او اګست په میاشتو کې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ووژل شول چې ۴۰۰ یې محصلین وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ