کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو ویلی، د روان هجری – لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند د دومره زمردو ارزښت څه باندې یو میلیون ۸۰۰ زره ډالره بولی او همدا راز د داوطلبۍ په بهیر کې له روڼتیا هم ډاډ ورکوی.
بل لور د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چې د افغانستان زمرد په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لری او د هغو د بیې د لوړېدو لپاره اسلامی امارت باید د پروسېس د فابریکو د جوړولو ترڅنګ د بازار موندنې برخې ته هم پاملرنه وکړی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د زمردو د کانونو د استخراج لپاره د دغه وزارت لخوا ۶۰۰ جوازونه وېشل شوی او د استخراج په بهیر کې شاوخوا ۱۶ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
گهیځ