کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې د عربی متحده اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
دغې سیالۍ کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه غوره کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
د توپوهونکو له ډلې فیصل خان یو ځل بیا غوره وځلېد او په ۱۰۴ توپونو یې ۱۵۶ منډې وکړې، چې ۱۲ شپږیزې او ۶ څلوریزې په کې شاملې وې.
دغه راز لوبډلمشر محبوب تسکین په ۱۴۱ ناسوځېدلو منډو ځانګړی رول ولوباوه، چې د ۱۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته یې جوړې کړې.
په ځواب کې یې د عربی متحده اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۵.۴ اورونه ولوبول او یوازې ۱۹۰ منډې یې وکړې.
د افغان توپ اچونکو له ډلې نصرت نورستانی، نظیفالله امیری او خاطر ستانکزی دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.
دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دوهمه پرلپسې بریا ده.
ټاکل شوې ده چې د دې سیالیو په لړ کې افغانستان خپله درېیمه سیالی سبا د نومبر په ۲۰مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ