کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی، چې کویټ د افغانستان د بشری مرستو صندوق ته ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې.
اوچا ویلی، چې دا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشری مرستو صندوق ته د کویټ لومړۍ مرسته ده.
دغه دفتر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې دا مرسته به د بېړنیو حالاتو پر مهال د زیانګالو کسانو د ژغورنې لپاره وکارول شی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې افغانستان کې د بشری اړتیاوو کچه په بې ساری ډول لوړه شوې ده.
د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې بشری مرستو ته اړتیا لری، له ۲۳ میلیونو څخه زیات دی.
اوچا د نړیوالو ټولنو او هېوادونو د دوامدارو مرستو غوښتنه کړې، څو په افغانستان کې د بشری ناورین مخنیوی وشی او اړمنو خلکو ته وختی مرستې ورسول شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ