معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنه پر ایران نور بندیزونه لګوي

اروپايي ټولنه پر ایران نور بندیزونه لګوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپايي ټولنې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په تور د ایران پر ځینو کښتۍ چلونکو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي.

د اروپايي کمېسیون لخوا په تازه اعلان کې ویل شوي، چې د ایران د کښتۍ چلوونکي ځینې شرکتونه د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.

په دې بندیزونو کې د روسیې درې کښتۍ چلوونکي شرکتونه هم شامل دي، چې ویل کیږي د کسپین سمندرګي له لارې یې په ایران کې جوړ وسلې، مهمات او د بې‌ پیلوټه الوتکو پرزې روسي ځواکونو ته لېږدولې دي.

د یادونې وړ ده چې اروپايي ټولنه هڅه کوي د بندیزونو له لارې د اوکراین جګړې ته د هر ډول بهرني ملاتړ مخه ونیسي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس