افغانستان د اقلیمی بدلونونو پر وړاندې زیانمن هېواد دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ناروې کډوالو شورا یا NRC ویلی، چې افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمی بدلونونو پر وړاندې یو له زیانمنو هېوادونو دی، خو دغه هېواد لا هم د مخ پر زیاتېدونکو اغېزو لپاره لازم چمتووالی نه لری.

د NRC په راپور کې چې تېره ورځ خپور شو، ویل شوی چې افغانستان د دوامداره اقتصادی کړکېچ، بېکارۍ او اقلیمی بدلون له امله رامنځته شویو طبیعی پېښو له جدی ننګونو سره مخ دی.

راپور زیاتوی، چې بادغیس ولایت کې د وچکالۍ له امله وضعیت کړکېچن دی.

د دوی په وینا د کرنې سکتور ته د زیانونو له کبله ډېر خلک اړ شوی، چې خپلې سیمې پرېږدی او نورو ځایونو ته کډوال شی.

بل لور د ماشومانو د ژغورنې نړیوال صندوق Save the Children ویلی، د روان زېږدیز کال په لومړیو میاشتو کې څه باندې ۳۸ زره کسان، چې نیمایی یې ماشومان دی، د اقلیمی بدلونونو له امله بې‌ ځایه شوی دی.

نږدې پنځه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه راپور کې ویلی وو، چې څو لسیزو جګړو، اقتصادی کړکېچ او اقلیمی بدلونونو میلیونونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.