کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی، چې د بامیانو مرکز اړوند په سیالایک سیمه کې د یخ د ټوټو په شکل د موسمی اوبو د کتلو ټولولو او زېرمه کولو پروژې چارې پیل شوې.
د دغه وزارت په وینا د دې پروژې په پلی کېدو سره به د یخ ټوټو په شکل موسمی اوبه زېرمه او په دوبی کې به ورڅخه د کرنې لپاره ګټه واخیستل شی.
دغه پروژه چې د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام په مالی لګښت پلې کیږی، په بشپړېدو سره به یې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ