کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پېښو پر وړاندې د چمتووالی او مبارزې ملی ادارې رییس د ماین پاکۍ له کورنیو او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره په کتنه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی.
نوموړی ویلی، چې اوسنی امنیتی وضعیت د ماین پاکۍ لپاره مناسب دی او اړینه ده چې دا بهیر په ګړندۍ توګه پر مخ ولاړ شی.
په ورته وخت کې د ماین پاکۍ موسسو مسوولینو د خپلو چارو د چټکتیا ډاډ ورکړی او یو شمېر غوښتنې یې له نوموړی سره شریکې کړې دی.
د خبر پر بنسټ د دغو غوښتنو په اړه له پېښو سره د مبارزې چمتووالی ملی اداره ژمنه وکړه، چې په همغږۍ کې به لازم اقدامات وکړی.
د ماین پاکۍ بهیر د افغانانو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام بلل کیږی، چې د هېواد د امنیت او پرمختګ لپاره حیاتی ارزښت لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ