افغان حکومت: که بایډن د افغان پانګې په اړه له خپلې پرېکړې نه اوړی دوی به به هم پر خپلې تګلارې له سره غور وکړی

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۲۶مه) اسلامی امارت د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړې ځنډنی غبرګون کې څرګند ځواب ورکړی.
افغان حکومت د امریکا له ولسمشر نه غوښتنه کړې چې له خپلې دې پرېکړې لاس په سر شی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره جمعه په یوه اجرایی فرمان کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل کړې ۷ ملیارده ډالرو نیمایی به د بشری مرستو په موخه نړیوالو مرستندیه ادارو ته ورکړل شی او پاتې درې نیم ملیارده به یې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو قربانیانو ته د تاوان په توګه د ورکړې لپاره وساتل شی.
د افغانستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر بایډن دا پرېکړه د افغانستان د خلکو په پانګه کې غیر مسوولانه تصرف بللی او وایی دا د ټولو افغانانو پر حقونو تېری دی او دوی یې په کلکه ردوی.
په خبرپاڼه کې راغلی چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه نېټه بریدونو له افغانانو سره هېڅ تړاو نه درلود، ځکه نو د دې پېښو په پلمه د افغانانو په شتمنی کې هر ډول تصرف کول پر افغانانو څرګند تېری او ظلم ګنل کېږی او د ا.ا او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې سره په ټکر کې کړنه ده.
افغان چارواکو امریکا ته ویلی چې څومره ژر کېدای شی د افغانانو ۷ ملیارده ډالر پانګه ازاده کړی او له داسې پاروونکو کړنو دې ډډه وکړی، چې د لا ډېرې بې باورۍ سبب نه شی.
دوی خبرداری ورکړی که امریکا په دې اړه خپل دریځ بدل نه کړی او خپلو پاروونکو کړنو ته دوام ورکړی نو دوی به هم اړ شی چې د امریکا په هکله پر خپلې تګلارې له سره غور وکړی.
د افغانستان د دفاع چارسمبالی وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم د افغانستان له ملی ټلویزون سره په ځانګړې مرکه کې د ولسمشر بایډن پرېکړه ظالمانه وبلله.

نوموړی وویل: ”دا ډېره ظالمانه پرېکړه ده چې هېڅ یوه افغان ته د منلو وړ نه ده، مطبوعاتو کې وینو چې امریکایانو هم (دې پرېکړې ته) منفی عکس العمل څرګند کړی”.
پر افغانستان د ا.ا له واکمنیدو راهیسې د افغانستان شاخوا ۹ ملیارده ډالر شتمنی په امریکا او نورو هېوادونو کې کنګل شوې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.