کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د ازبکستان نوی ګمارل شوی سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته وړاندې کړې ده.
سرپرست وزیر د ازبکستان نوی سفیر ته هرکلی ویلی او ډاډ یې ورکړی، چې په اړوندو چارو کې به ورسره بشپړه همکاری وکړی.
د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو فعال سفارتونه د دوو اړخیزو اړیکو د پرمختګ ښه نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادی پروژو په برخه کې عملی ګامونه پورته شی.
عثمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورورګلویزې بللی او ژمنه یې کړې، چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې – ځلې وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ