ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۲۶مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلی، د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه ښیی چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په برخه کې رښتینې نه ده.
د نوموړې په خبره امریکا په افغانستان کې اوږده جګړه وکړه، ملکی مرګ ژوبله یې واړوله او اوس د دې پر ځای چې دغه هېواد کې له ثبات سره مرسته وکړی، ناندرۍ رامنځ ته کوی.
زخارووا وایی د ملکی افغانانو پانګه د اصولو خلاف کنګل شوې وه او اوس د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف پر امریکایی وګړو وېشل کېږی.
تر دې وړاندې ګڼو نورو هېوادونو هم د امریکا پر دې پرېکړه غبرګون ښوودلی دی. چین هم ویلی چې امریکا د افغانانو پانګه نه شی کنګل کولی او بیا یې په خپل سر د وېشلو حق په هېڅ صورت نه لری.
گهیځ