د روسیې د بریدونو له وېرې په کییف کې د امریکا سفارت وتړل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې اوکراین کې د احتمالی بریدونو له وېرې د امریکا سفارت تر امر ثانی پورې تړل شوی دی.

د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې، چې د احتمالی هوایی بریدونو له وجې خوندی ځایونو ته لاړ شی.

د سفارت په وینا د دوی چارې به د احتمالی بریدونو له امله بند وی او که د هوایی برید خبرداری ورکړل شو، نو امریکایی وګړی دې ژر تر ژره ځانونه خوندی ځایونو ته ورسوی.

دا اقدام وروسته له هغه وشو، چې روسیې د اتومی وسلو کارولو په قانون کې بدلون راوست.

د دغه بدلون له مخې، روسیه کولی شی د اتومی بریدونو ځواب په اتومی برید ورکړی.

په ورته وخت کې، امریکا اوکراین ته اجازه ورکړې چې له پرمختللو امریکایی لرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه استفاده وکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې کړکېچ لا پسې زیات کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.