افغان کمیسار تورخم کې له پاکستانی چارواکو سره پر یو شمېر مسایلو ناسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار په مشرۍ افغان لوری له پاکستانی چارواکو سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو د حل او همغږۍ په موخه ناسته کړې.

دغه ناسته کې د تورخم کمیسار ترڅنګ د تورخم ګمرک، ترانسپورټ، مهاجرینو او اطلاعات او کلتور ادارو استازو هم ګډون درلود.

یاده ناسته کې پرېکړه شوې، چې د مریضانو د تګ – راتګ محدودیتونه ختم شی او عامو خلکو ته په بندر کې د اسانتیاوو د برابرولو هڅې باید زیاتې شی.

دغه راز سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیاوو رامنځته کول او کاریګرو ته ځانګړی وخت کې د کار زمینه برابرول د ناستې مهمې برخې وې.

د دې ترڅنګ د لویو باربری موټرو لپاره د TAD کارت تطبیق، د واده ناوې او مړو وارثینو ته د عاجل تګ – راتګ ځانګړې ویزې یا بل سیستم جوړولو په اړه خبرې شوی.

د دې سربېره د مسافرو لپاره د فرضی کرښې د تېرېدو د ستونزو په حل هم ټینګار شوی، څو مسافر پر وخت خپل سفر بشپړ کړی او د ځنډ ستونزې ورسره مخ نه شی.

د مسوولینو په وینا دواړو لوریو د یادو موضوعاتو د حل لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د تورخم بندر د چارو د ښه والی لپاره به کار کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.